پښتين؛ پاکستاني رياست د حق غوښتنې ځواب په تشدد راکوي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ چمن: په چمن کې په عامو پښتنو د پنجابي پوځ ډزو لر او بر پښتانه پارولي دی، د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین همدې دې پېښې ته غبرګون ښوودلی دی،د زخميانو او شهيدانو انځورونه یې پوست کړي او د پاکستاني رياست په وړاندې یې د خپلې مبارزې د دوام خبره کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په چمن کې د رامنځته شوې پېښې په هکله ويلي دي چې د پاکستان پوځ د دوی د حق غوښتنې ځواب په تشدد ورکوي، پښتین وروسته له هغه دا غبرګون ښيي چې پرون په چمن کې پنجابي پوځ او ملېشو یې په عامو بې ګناه پښتنو ناڅاپي برید وکړ ګڼ شمېر عام پښتانه بې شهيدان او ټپيان کړل.
پښتین وايي دوی په سوله ايز ډول د پاکستاني رياست خپل حقوق غواړي خو د پاکستاني ریاست پوځ دردوی په وړاندې د وسلې او شدت څخه کار اخلي، پاکستاني رياست وروسته له هغه نه په چمن کې په پښتنو ډزې وکړې چې تېره ورځ په دې سيمه کې پښتنو د خپل يووالي اعلان کړی و او هلته یې يوه لويه غونډه جوړه کړې وه.
په پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلمونو د لړۍ د دې دوام په غبرګون کې منظور پښتون يو ځل بيا د ټولو پښتنو څخه غوښتي دي چې د دې ظلم او د دې ناروا په خلاف غږ اوچت کړي.
د پاکستان پوځ په پښتنو خپل ظلم بې حده ډېر کړی دی، داسې چې د پښتون د وژلو لپاره کافي ده چې يو سړی پښتون اوسي، تېره ورځ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د دېګان په سيمه کې يو ځوان پښتون چې ۲۳ کاله عمر یې درلود شهيد کړ، اوس بيا بدون د هېڅ جرم څخه د پاکستان پوځ په چمن کې د عامو پښتنو قتل عام پيل کړ او په بې سولې پښتنو یو ناڅاپي حمله وکړه.
پاکستان تل د پښتنو د حق چيغه په قتل عام بندوي
په داسې يوه ورځ کې چې نن بیا لسګونه پښتنې ميندې د غم په ټغر کېناستې، لسګونه پښتنې پېغلې بې وروره شوې، لسګونه پښتنې مېرمنې بې خاونده شوې، منظور پښتون د پاکستان د تاریخي غدارۍ یادونه کړې ده او‌ خپل غبرګون یې ويلي دي چې د حق غوښتنې په وړاندې د پاکستان د پوځ ځواب قتل عام و او دی، پښتین ويلي چې تر دې وړاندې د پښتنو د حق غوښتنې په مقابل کې پاکستاني پوځ د بابړې پېښه وکړه او هلته یې پښتانه قتل عام کړل او نن یې په چمن کې پښتانه په وینو سره کړل.
پښتین له ټولو پښتنو غوښتي دي چې د ظلم په وړاندې د ظالم په وړاندې متحد شي او ددوی په وړاندې غږ اوچت کړي.
که څه هم په پښتنو د پاکستان ظلم پخوانی دی خو اوس حالات بدل دی په همدې ننۍ پېښه کې پښتنو په پاکستاني پوځ په وړاندې په عملي ډول سخت غبرګون وښود او په دې سیمه کې یې د پاکستاني پوځ او ملېشو خېمو ته اور ورته وکړ.
قهرجنو پښتنو په چمن کې په پنجابي پوځ لاره ورکه کړه د خپل وینې تپوس یې ترې وکړ، دوی ته یې‌ اور ورته کړ، پښتانه راټول شوي و په سمیه کې لر او بر ټول پښتانه د‌ پنجابي پوځ په وړاندې ولاړ و او د دوی په وړاندې یې مقابله کوله.
په دې سیمه کې اوس د پنجابي پوځ له لاسه کنټرول وتلی دی، هره خوا خلک د‌ پنجاب د پوځ په ضد راوتلي دي، پنجابيان د سیمې څخه پښې سپکوي تیاره خوره ده په میدان پښتانه ولاړ دي.
سيمې ته د ملاتړ لپاره نور پښتانه هم ورغلي دي او د پنجاب په وړاندې د مبارزې صف قوی شوی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments