پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزير نن سهار د سختو ټپونو له امله ومړ

comments 0

6 Views

هندوکش ـ پاکستان: عارف وزیر پرون جمعه خپل کور ته څېرمه د پاکستان پلوه طالب جنګیالیو تر برید لاندې راغلی ؤ او سخت ټپي شو.
پاکستان ای اېس ای وخت ناوخت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو مستقیم ډول بریدونه کوي او غواړي په دې سره د دغې عدم تشدد لارویانو د حق غوښتنې غږ مړاوی کړي، خو دغه غورځنګ ورځ تر بلې غښتلی کېږي.
علي وزیر تر دې د مخکې هم په ځلونو ځله د پاکستان ای اېس ای لخوا په بېلا بېلو پلمه بند ته اچول شوی وو او تېره میاشت یې له بند خوشی کړ.
له دې وړاندي علي ‌وزیر په یوه واتساپ پیغام کې د برید پخلی کړی او ویلي ‌یې دي‌ چې پاکستان په هره روژه میاشت کې دا ډول بریدونه تر سره کوي‌ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ هم داسې مخ پر وړاندې به روان وي‌.
البته تر دې وړاندي پاکستاني‌ استخباراتو پر عارف وزیر باندي تور پورې ‌کړی وو چې د پاکستان دښمني‌ ته یې ملا تړلې او په لویه کې د پآکستان حکومت نه مني‌.
تر دې وړاندي ‌هم اټکل داوو چې پر عارف وزیر به برید کېږي‌؛ هغه ته د پي ټي‌ ایم مشرانو د احتیاط کولو هم ویلي ‌وو؛ خو نوموړی په دې عقیده وو چې د پښتون ژغورنې او د خپل حق غوښتلو خپل مرګ ته تیار دی .
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې‌ وړانګي لونۍ رسنیو ته وویل، چې دا برید د (ګوډ طالبانو) یعني ‌ښه طالبانو له لوري ترسره ‌شوی دی.
ګوډ طالبان یوه هغه ترورستۍ ډله ده چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني‌ ملیشو دنده په غاړه لري او په مکمل ډول یې د پآکستان استخبارات ای اېس ای له لوري ورته نظامي تجهیرات او مالي وسایل ورته برابریږي.
عارف وزير باندې یاد برید د پخښتونخوا او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ګڼ غبرګونونه راپاروالي دي.
که څه هم تر دم ګړی د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا غبرګون ندی ښودل شی خو ښايي دا ځل پښتانه پاکستاني پوځ ته د دغه شهادت په تړاو سخت غبرګون څرګند کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments