پښتون ژغورنې غورځنګ غږ واوریدل شو / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

ملګرو ملتونو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني ریاست دې نور پښتانه نه شکنجه کوي او حقوقو ته دې ورته درناوی وکړي.
پښتون غورځنګ له یو کال زیات وشو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، خو تراوسه یې نه غږ ملګرو ملتونو اوریدلی و او نه نړیوالې ټولنې.
دا غورځنګ د پښتنو سیمو کې د جګړو د بس او پښتون وژنې په غبرګون کې راپورته شوی او تر ننه یې لسګونه غونډې او اعتراضونه کړي دي.
که څه هم د پاکستان پوځ د دې غورځنګ د نوم بدي کولو لپاره له ډيرو لارو کار واخیست خو دا غورځنګ یې لا پسې قوي کړ او مخه یې ورته و نه نیوله.
د دې غورځنګ یو شمېر سرلارې اوس په زندان کې دي او هڅه کیږي چې په یو او بل نوم ورته دسیسه جوړه او دایمي یې زندان کې وساتي.
پښتون غورځنګ اوس د هغو پښتنو مړی او یا ژوندی غواړي چې تېر کلونه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي.
دا غورځنګ توانیدلی چې ډير شمېر پښتانه تر یو چتر لاندې راټول کړي او پاکستاني ریاست او پوځ ته سرخوږی جوړ کړي.
د دې غورځنګ سرلارو خبرداری ورکړی چې تر هغې به د خپلې مبارزې څخه وا نه وړي چې هدف ته نه وي رسیدلي، دا غورځنګ د پښتنو سیمو کې د جګړې بس غواړي او نور د پښتنو د وژلو د لړۍ دریدو غوښته کوی.
د دې تر څنګ پښتانه خپل حقوق غواړي او نور نه غواړي چې د پوځ او پاکستاني ریاست ظلمونه وزغمي.
د پښتون غورځنګ سره د پوځ او پاکستاني ریاست د دښمنۍ تر څنګ رسنیو هم دښمني راخیستې او هیڅ پاکستانۍ رسنۍ یې غونډې نه نشروي بلکې برعکس یې د نوم بدي کولو لپاره کار کوي.
پاکستاني پوځ او ریاست پښتون غورځنګ کله د را او کله د ان ډی ایس پورې تړي، خو تراوسه نه دی توانیدلی چې په دې تړاو کوم سند وړاندې کړي، خو دا ښکاره ده چې دا یو ولسي حرکت دی، د ولس په مالي او معنوي ملاتړ باندې مخ پروړاندې روان دی.
پاکستان کلونه پښتانه په یو او بل نوم باندې ووژل او یا یې لا درکه کړل چې پښتانه ورته چوپ و او د مشرۍ سړی نه و چې غږ یې پورته کړی وی،خو اوس چې منظور پښتون او ملګري یې سرلارې شوي، زیات شمېر پښتانه یې ترشا ولاړ دی او هدف ته د رسیدو لپاره مبارزه کوي.
پاکستان پوځ څو ځل د پښتون غورځنګ په غونډو او سرلارو باندې بریدونه وکړل او دا ډله یې تاوتریخوالي ته وهڅوله، خو دا ډله لویه حوصله لري او نه غواړي چې په تاوتریخوالي واوړي او نوم یې بد شي.
دا ډله سیاسي او مدنې مبارزه کوي او په دې باور لري چې یوه ورځ به هدف ته رسیږي او پښتانه به د ارام ژوند څښتنان کیږي.

Share this page to Telegram

Comments