پښتون: پاکستان پوځ له پښتنو سره چلند سخت کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخواه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې د خړ کمر له پېښې وروسته د غورځنګ د مشرانو او ملاتړو خلاف سخت اقدامات پیل شوي دي.
پښتین په یوه مرکه کې ویلي، پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو ضد سخت اقدامات پیل شوي دي او د هغه نږدې ملگري چې محسن داوړ او علي وزیر پکې شامل دي، نیول شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دا تورونه رد کړي چې گنې د تحریک ضد یې کوم ډول گامونه پورته کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، خړ کمر کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې ١٣ تنه وژل شوي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments