پښتون لوبډلې دریمه پرله پسې بریا ترلاسه کړه

comments 0

89 Views

هندوکش – شارجه: تیر ماښام د لس اوریزه لیګ په دوام په( ۱۳) مه لوبه کې پښتون ټیم او بنګال ټایګرز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتلې چې په یاده لوبه کې پښتون لوبډلې په( ۷) ویکټو بنګال تایګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په سیالۍ کې پچه پښتون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه بنګال ټایګرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د( ۶) لوبغاړو په سوځېدو سره (۹۴) منډو هدف پښتون لوبډلې ته وټاکه
د بنګال ټایګرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې سونېل نارین( ۱۵) او افغان لوبغاړي محمد نبي( ۱۷) منډې جوړې کړې، د پښتون لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ار پي سېنګ دوه لوبغاړي همدارنګه سهیل خان او محمد عرفان یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
پښتون لوبډلې ټاکل شوی د (۹۴) منډو هدف د درېو لوبغاړو په سوځېدو سره په (۷.۳) اورونو کې پوره کړ د پښتون ټیم لپاره په توپ وهنه کې فلېچر (۴۷) شفیق الله شفق( ۱۶) او کولین انګرام( ۲۷) منډې جوړې کړې د بنګال ټایګرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مجیب ځدران، سونیل نارین او ضحور خان یو یو لوبغاړی وسوځوه.
یاده سیالي پښتون لوبډلې په (۷) ویکټو وګټله او په لس اوریزه لیګ کې پرله پسې دریمه بریا هم ترلاسه کړه.
د ټي تین په دوام کې همدا مهال د لیګ په (۱۴) مه او د نن ورځې په وروستۍ شپنۍ لوبه کې پنجابي لیجنډز او کیراله کینګز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وتلي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments