پښتون غورځنګ پياوړی کیږي / خوشحال خلیل

comments 0

0 Views

د ښکته پښتنو او د پاکستان تر حاکمیت لاندې د محکومو پرګنو په اړه د ولسمشر غني د حکومت سیاست د حامد کرزي د وخت له سیاست څخه یو سلو اتیا درجې متفاوت دی.
د پاکستان پر وړاندې د کرزي سیاست مهم عنصر وروري، انډیوالۍ او عاطفه وه او ډېره پانګونه یې د پاکستان په سیاسي او مذهبي مشرانو کوله او د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ یې پر اړیکو ټینګار کاوه او فکر یې کاوه چې د دواړو خواوو د خلکو او سیاستوالو ترمنځ اړیکې پیاوړي شي نو دې سره به د پاکستان د پوځیانو نظر هم بدل شي، د همدې مقصد لپاره به هره میاشت د کوزې پښتنونخوا یو قومي سیاستوال لکه محمودخان یا اسفندیار کابل کې ناست او بیا به ډګ جیب ښکته روان و.
دغه راز کابل کې به د سفما او دې ته ورته ټولنو له لارې درجن درجن ژورنالیستان، شاعران او لیکوالان پیښور ته خوشې و او برعکس هم دغسې کېسه روانه وه.
خو د ولسمشر غني سیاست په یو عنصر ولاړه دی چې هغه دولت په دولت اړیکې دي او په کوزه پښتنونخوا کې یې محمودخان، اسفندیار او نور قامي سیاستوال اګنور کړي دي او د دې په ځای بلوچستان، پښتونخوا او حتا سند ایالت کې د ډموکراسي پلوه حرکتونو اخلاقي ملاتړ کوي.
پروسږکال چې پي ټي ایم تازه سر راپورته کړ ولسمشر غني ټویټونه وکړل او بیا له دغه ټویټونو وروسته دغه حرکت ته د نړیوالو پام را وواښت او سره له دې چې پاکستاني حکومت د نشنل عوامي پارټۍ له لارې هڅه وکړه پي ټي ایم کمزوری کړی، خو برعکس اوس په یو لوی حرکت بدل شوی دی.
پي ټي ایم د پښتنو لومړنی حرکت دی چې انساني غوښتنې لري او خپلې مطالبې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې سره سم د مدني لارو مطرح کوي.
د ولسمشر غني ننني او پروسږني ټویټونه هم له دغو حرکتونو څخه د اخلاقي ملاتړ په محور راڅرخي، د افغانستان حکومت له دې لارې نړۍ ته ښيي چې د یو مسوول، په ډموکراسۍ ولاړ او د بشري حقونو ارزښتونو ته د ژمن هېواد په توګه ورته په ګاونډي هېواد کې له بشري حقونو سرغړونې د اندېښنې وړ دی او د سوله خوښو حرکتونو ځپل افراطیت ته لار اواروي.
له خپل یو ګاونډي هېواد څخه دا ډول انتقاد او هلته د ډموکراسي پلوه حرکتونو ملاتړ په نړیوالو کنوانسیونو او د ملګرو ملتونو د اصولو سره سم یو اخلاقي کار دی او پاکستان موږ په دې نشي ملامتولی چې ګنې افغانستان یې په کورنیو چارو کې مداخله کوي، ځکه دوی حتا په کشمیر کې خپله پوځي او سیاسي مداخله په همدغو اساساتو توجیه کوي.
بله خوا دوی په افغانستان کې پوځي مداخله کوي او غیر ډموکراټیک جریانونه تقویه کوي، نو دا خو زموږ حق دی چې هلته له سوله ییزو جریانونو ملاتړ وکړو، ولسمشر غني په دې کار نړۍ ته دا هم ښيي چې موږ د ډموکراسي پلوه حرکتونو ملاتړ کوو خو برعکس ګاونډی د افراطیانو او تروریستانو ملاتړ کوي. د غني د حکومت د دغه نریټیف په اساس موږ حتا کولای شو په پنجاب او سند کې هم د محکومو ولسونو او ډموکراسۍ پلوه حرکتونو ملاتړ هم وکړو.

Share this page to Telegram

Comments