پښتون غورځنګ لاهور کې لویه غونډه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ لاهور: د پاکستان په لاهور ښار کې د پښتون ژغورنې خوځښت لا ریون پیل شوی دی.

د منظور پښتون په مشرۍ لاریون کوونکو د پنجاب له حکومت غوښتي، چې په خیر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ودروي.

دوی ګواښ کړی که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه مني او یا یې د لاریون پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، ملګرو ملتونو ته به شکایت وکړي.

که څه هم لاهور کې پاکستاني پولیسو هڅه وکړه چې د دې لاریون مخه ونیسي، خو بیا هم زیات شمېر پښتانه چې شمېر یې زرګونه ته رسیده په لاریون کې برخه واخیسته.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اپرېل په اتمه په خیبر پښتونخوا کې ستر لاریون ترسره کړ چې سلګونه زره پښتنو په کې ګډون درلود.

د شنبې په ورځ د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې خوځښت یو شمېر غړي نیولي و چې بېرته یې خوشې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان غوښتي چې د پښتنو د لاریونونو مخه دې نه نیسي او هغو دې پرېږدي چې خپلو حق غوښتنو ته دوام ورکړي.

Share this page to Telegram

Comments