پښتنو ته په پاکستاني نصاب کې د جاهل او غدار خطاب

comments 0

0 Views

هندوکش ـ اسلام آباد: په پاکستان کې پښتانه يوازې د آی اس ای د افراطيت د پروژو ښکار نه دي بلکه په د ننه کې ددې قوم د نسل وژنې تر څنګ يي هره ورځ د نوم بدۍ او شرمولو بيلابیلې پروژې هم په لاره اچول کيږي.

اوس اوس يوې بهرنۍ رسنۍ په پاکستان کې په نصاب کې د پښتنو په اړه د پنجابيانو د توهین او تحقیر په تړاو څيړنه کړې.

د امریکا غږ ډيوه راډيو پښتو برخې په خپل نوي راپور کې لیکلي دي:« د پاکستان په تر ټولو واکمنه صوبه کې د پښتنو ضد تبلیغاتو کې په نصاب کې پښتانه غدار او جاهل قوم بلل کیږي.»

څيړونکی خادم حیسن وايي:« پنجاب غواړي ددې ډول تبلیغاتو په کولو سره ځان ته وده ورکړي او نور قومونه له ودې پاتې شي.»

د نوموړي په خبره تر دې مخکې په ډرامو کې پښتانه بې عقل،بې وفا او نااهله بلل کيدل خو اوس يي په ښکاره ډول د پښتون ټبر پر ضد قلم ته هم لاس کړی دی.

د پښتون پر ضد په لیکل شوي يو کتاب کې چې د پاکستان مطالعه ورته وايي او محمد اکرمي نومي کس ليکلی دی د پښتنو په اړه راغلي دي:« د سید احمد برهلوي د تحریک مجاهدین طرحه ځکه ناکامه شوه چې پښتنو ورسره غداري وکړه او دوی د هندوانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلل.»

خو بل لوري ته په پاکستان کې د مقبوضه پښتونخواه پښتانه تاريخ پوهان بیا د پنجاب دا خبرې پښتون ټبر ته سپکاوی بولي او د برني لیکوال د ادعا په اړه پښتون تاريخ پوه پروفیسور وقار علي شاه وايي:« تحریک مجاهدین د شمالي هندوستان د پټنه او بهار د سیمو خوځښت وو او د پښتنو  تباهي يي غوښته نو ځکه پښتانه ترې بیل شول او په يوه شپه يي دسيداحمد بريلوي ۱۲۰۰ ملګري و وژل.»

نوموړی وايي چې بريلوی خپه شوی نه وو بلکه کشمير ته وتښتيد او په ۱۸۳۱ کال کې هم هلته و وژل شو.

خادم حسین بیا په دې اړه وايي چې پنجاب نن د پښتون په تباهۍ او شرمولو پسې نه ده را اخیستې بلکه پر دې کار پيړۍ تيرې شوي دي او اوس هم وخت دی چې پښتانه روڼ اندي او خصوصا قلموال يي  پر ضد قلمونه اوچت کړي ځکه پښتانه تر سخت کلتوري، ژبني او سياسي یرغل لاندې دي.

يادې خبرې په داسې حال کې را پورته شوي دي چې همدا اوس پاکستان د مقبوضه پښتونخواه او لوی افغانستان پر پښتنو د تروریزم وحشت تپلی دی او هره ورځ د طالبانو، داعش او شلو نورو ترهګرو د وحشتونو په لړ کې پښتانه له منځه وړي.

تیره اونۍ د فاټا ريسرچ سنټر هم ويلي وو چې پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې په زرګونو ماينونه خښ کړي دي او هره ورځ پکې په لسګونو پښتانه ددې له امله مري چې دوی خبر نه وي او په ماين وخيژي.

ياده دې وي چې په نيږدې ټوله مقبوضه پښتونخواه کې د پنجابي پوځ د وحشتونو له امله د پښتون ټبر ژوند په ټپه دريدلی، ترهګرې ډلې پکې فعالې دي او همدااوس د پاکستان د استخباراتي ادارې معاش خواره د اورکزيو پښتانه په افغانستان کې د پښتون وژنې په خاطر جنګوي او د کوټې شورا، حقاني شبکې او پيښور په نوم شوراوې يي ددې لپاره جوړې کړي دي چې په لوی افغانستان کې د افغان ولس د آبادۍ او هوساينې مخنیوی له هرې لارې چې شونی وي وکړي.

پاکستان په سیمه کې د سرطان په توګه د پښتنو او بلوڅ د نسل وژنې پروژه په ډير جديت سره پر مخ وړي خو په کوزه پښتونخواه کې پښتانه روڼ اندي د آزادۍ او خپلواکۍ پر ځای د پنجاب د غلامۍ فکر ته د کار په کولو سره نور د خپلو ارزښتونو له لاسه ورکولو ته نيږدې شوي دي.

د مقبوضه پښتونخواه د پښتنو په اړه شنونکي وايي چې نور يي وخت دی څو پښتون ټبر له پنجاب سره خپل خط معلوم کړي او که چوپتيا همداسې خوره وي شونې ده د تروریزم روانه پروژه، د روسيي او امريکې پټ رقابتونه پښتانه تباه او پنجابیان د دوی د سیمو ډګري واکداران کړي.

پښتانه د پاکستان د اکثريت په توګه اوس په خپلو ژبو نه درسي مراکز لري او نه په سرحدي سیمو کې څوک په پښتو لیکل يا لوستل کولای شي بلکه په قصدي ډول پښتانه له پښتو دومره لرې شوي دي چې په پيښور او سوات کې نيمه پښتو له اردو او انګريزي لغتونو ډکه شوې.

سعید خان سواتی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply