پچیراګام کې د کوکنارو د مخنیوي غونډه وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې د ولسوال په مشرۍ له قومي مشرانو سره غونډه وشوه چې څنګه کیدای شي خلک د کوکنارو له کښت راوګرځوي.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، غونډه چې د کوکنارو د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، علماء کرامو، قومي مشرانو، بزګرانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د غونډې ګډونوالو ته د نشه يي توکو زيانونه بيان کړل او ورڅخه يې وغوښتل، چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړ که چا په خپلو ځمکو کې کوکنار وکرل نو قانوي کړنه به ور سره تر سره شي. د دغه غونډې پر مهال ديني علماء کرامو د اسلام مبارک دين له نظره د کوکنارو او ټولو نشه يي توکو د کارولو او کاروبار حراموالي په اړه خبرې وکړې.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *