پچير اګام کې يو طالب د سولې بهير سره يو ځای شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د هلال په نوم د وسله والو طالبانو يو غړی د ملي امنيت موظفينو په هڅو له مخالفته لاس په سر او د يو ميل کربين، دوه فير د راکټ انداز مرميو او يو اندازه چاودونکو توکو سره سولې بهیر سره يو ځای شو.
دغه وسله وال طالب په پچير اګام ولسوالۍ کې د مولوي الهام تر مشرۍ لاندې تخريبې کړنې تر سره کولې.
هلال وويل: (( په خپلو کړنو خفه يم، چې د خپلې خاورې او خلکو په زيان مې فعاليت کولو.))
نوموړي ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هيڅ ډول تخريبي کړنو کې برخه نه اخلي او د هېواد په ابادولو کې به ونډه واخلي.
ده پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې بې ګناه وژنې پريږدي او د خپلو خلکو او هېواد د سوکالۍ په موخه سوله وکړي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *