پيښور د کابل ملاتړ ته پاڅیده

comments 0

0 Views

هندوکش – پیښور: د پيښور ځینې مدنې فعالانو د کابل چهارشنبه او پنجشبې بریدونو له قربانیانو سره د خواخوږي په موخه لاریون کړې دې.
سیاسي فعال سید عالم مسود وایې: «د پښتنو افغانانو پر وژنه سیاست پېل شوی او د دوی پر وژنه به بل څوک پايي».
نوموړي زیاته کړه فکر مې کاوه، چې د افغانستان پر وړاندې به نور د پاکستان دریځ بدل شي، خو پاکستان په خپلو کړنو کلک ودرېده او لا هم په افغانستان کې اورپکۍ ته لمن ووهله.
کوم لاریون چې د پیښور ښار پریس کلب مخې ته په لاره اچول شوې وه مدنې فعالانو شعار ورکوه چې د پاکستان استخباراتي شبکه د مذهبي ډلو او ترهګرو ملاتړ کوي.
د لاریون کوونکو په وینا د پېښور په شمول د پښتونخوا په ځینو سیمو کې یو شمېر مذهبي ډلې په افغانستان د طالبانو جګړې ته د’جهاد ‘ نوم ورکوي.
د پیښور مدني فعالان په داسې حال کې لاریون کوي، چې د تېري جمعې پر ورځ په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طالبانو او کشمیر وسلوالو لپاره ځينو مذهبي ډلو چندې ټولې کړې.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply