پير صاحب په پاکستان کې “هګۍ” واچوله

comments 0

0 Views

پښتانه وايي، چرګه کوړت کوړت دلته کوي، خو هګۍ د ګاونډي کره اچوي. دوی دا اصطلاح هغه وخت کاروي چې څوک له خپل کور، خلکو او خاورې سره خيانت وکړي او د پرديو د ګټو لپاره د خپل هېواد پر ضد کار وکړي.
پښتانه چرګه د ګاونډي کره په هګيو اچولو ملامته بولي، خو بدبختي ګوره چې له تېرو څلوېښتو کالو راهيسې زموږ نر چرګان ځي او په اسلام‌اباد کې د پاکستان لپاره هګۍ اچوي.
تازه هګۍ پير صاحب مبارک اچولې، خو داسې ورسته هګۍ يې اچولې چې خپل ځان يې هم ورباندې چټل کړ.

له څو ورځو راهيسې په فېسبوک کې يوه وېډيو لاس په لاس کېږي چې پکې پير صاحب سيد اسحاق ګيلاني د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان د بحران په نوم کنفرانس کې کټ مټ هماغه خبرې کوي چې له مودو راهيسې يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو بړېڅي کوي، خو هغوی تر اوسه په دومره سپين‌سترګي نه وې کړې.
پير صاحب وايي،
“دا چې هندوستان، افغانستان یوز کوي «استعمالوي» او د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پر ضد استفاده کوي، په دې کې شک نه‌شته.”

په دې کې شک خامخا شته او حتا امکان نه لري چې هند دې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل چا پر ضد وکارولای شي، خو په دې کې نو اوس هيڅ شک نه دی پاتې چې پاکستان پير صاحب يوز کوي “استعمالوي.”
د پاکستان په تاريخ کې چې پاکستان هر وخت له هند او بنګال يا بل چا سره ښکېل شوی دی، د افغانستان له خوا ډاډ ورکول شوی دی چې افغانان په بده ورځ پر دښمن وار نه کوي، زموږ له خوا دې پاکستان بې‌غمه اوسي او خپلې چارې او ناندرۍ دې په ډاډه زړه پر مخ وړي.

که افغانانو خدای مه کړه داسې ناځواني کولای شوای، تر دې وړاندې يې ډېر خوندور چانسونه په لاس ورغلي دي، خو افغانستان لاس نه دی پورته کړی.
مګر د افغانستان په دې ټول انسانيت او شرافت سربېره هم، هر وخت چې پاکستان لږ په قرار شوی، بېرته يې پر افغانستان مخ را اړولی او د افغانستان له پښو د غورځولو هڅې يې کړې دي.
افغان حکومت له کلونو راهيسې پرله‌پسې ډاډ ورکوي چې خاوره يې هيڅوک د هيڅ ګاونډي پر ضد نه‌شي کارولای.

په تېر کې په وار وار د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکيو تور لګولی دی چې ګواکې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، خو هر ځل چې افغان لوري له پاکستانه په دې اړه اسناد او شواهد غوښتي، هغوی هيڅ نه دي وړاندې کړي.
د پير صاحب دغه خيانت چې له دې خاورې، وطن، خلکو او نظام سره يې وکړ، اوس د پاکستان تبر ته د لاستي ور اچولو په څېر دی.
اوس به پاکستان د پير صاحب همدغه څرګندونې د ثبوت په توګه کاروي او افغان لوری به ملامت بولي چې ګواکې هند ته يې چانس په لاس ورکړی چې د افغانستان له خاورې له پاکستان سره دښمني وپالي.
په لنډه موده کې د پيرانو او حضرتانو دا دويم ښکاره خيانت دی چې له دې خاورې سره يې کوي.

تر دې وړاندې پير صاحب حامد ګيلاني ويلي وو چې د ترهګرو ډېری مشران په پاکستان کې نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې دي.
دا ځل بايد پارلمان، عدلي او قضايي ارګانونه دغه موضوع بابېزه و نه بولي.
که تېر ځل حامد ګيلاني د ملي خيانت په تور زندان ته لېږل شوی وای، اسحاق ګيلاني به اوس د داسې سپين‌سترګي جرات نه وای کړی.
د اسحاق ګيلاني څرګندونې له شکه وتلې ملي خيانت دی او نه يوازې بايد کلک وپوښتل شي، بلکې د اساسي قانون په رڼا کې هغسې چلند ورسره وشي چې له يوه ملي خاين سره کېږي.
که دا ځل هم حکومت شرموونکی احتياط وکړي، سبا به تر دې د لويې فاجعې شاهدان يوو.

سرخط ورځپاڼه

Share this page to Telegram

Comments