پيازي ډوډۍ

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1. پياز يوه دانه .
2. رومى يوه دانه .
3. شنه پياز څلور دانې .
4. تازه مرچک دوې دانې .
5. زيره يوه د چايو کاچوغه .
6. ترميده اوړه درې ګيلاسه .
7. وچه خميره يوه د چايو کاچوغه .
8. بېکينک پوډر يوه د چايو کاچوغه .
9. هګۍ يوه دانه ١٠- غوړي لږ څه .
10. مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب:
په اوړو کي زيره، لږ غوړي، خميره، بېکنک پوډر او مالګه واچوئ، په اوبو يې پاسته واغږئ د يوه ساعت لپاره يې کښېږدئ چي خمير سي .
بيا پياز، ورمى، شنه پياز او مرچک ميده کړئ د خميرو اوړو سره يې ګډ کړئ. بيا د داښ قالب غوړ کړئ ، دغه اوړه پکښي هوار کړئ، پر سر يې وهل سوې هګۍ و موږئ، په داښ کي يې کښېږدئ، په پنځلسو دقيقو کي پخيږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *