پوځ ته د ځوانانو لیوالتیا زیاته شوې / سید جمال اخگر

comments 0

0 Views

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو په اساس، اوس تر بل هر وخت پوځ لیکو کې د ځوانانو د جلب و جذب لیوالتیا زیاته شوې خو دفاع وزارت د دې ظرفیت نه لري چې په یو وخت باندې زیات شمېر ځوانان جذب او روزنه ورکړي.

د جګړې په دوام او شدت سره د پوځ لیکو ته د ځوانانو د جلب و جذب زیاتیدو سره ښکاري چې لا هم ځوانان شته چې له هېواد سره بې کچې مینه لري او خپل مسوولیت ترسره کوي چې له خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

که څه هم د پوځ په تړاو ځینې تبلیغات شته چې ګنې ځوانان لیکو ته نه ځي او یا له روزنې وروسته تيښته کوي، خو دا راپورونه هغه مهال غلط ثابت شول چې د ملي دفاع وزارت د جلب جذب مرکزونو مخې ته ډلې ډلې ځوانان ولیدل شول چې په لیکو کې د جذب انتظار وباسي.

افغان ځوانان ورځ تر بلې له هېواد سره مینه زیاتیږي او د وینې په بدل کې حاضر دي چې له خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي او دښمن او ترهګرو ډلو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانانو ژوند ستونزو سره مخ کړي او یا د افغانستان بنسټونه ویجاړ کړي.

تازه کابل کې د ملي دفاع وزارت په چوکآټ کې د افغان پوځ له تعلیمي مرکز شاوخوا دولس سوه سرتیري فارغ شول.

سرتېرو ته څوارلس میاشتې  د پیاده، توپچي، مخابرې، لوژستیک، نقلیه، موټرچلونې او نورو نظامي برخو کې روزنه ورکړل شوې.

د افغان پوځ له نظامي مرکز نه دغو شاوخوا دولس سوه سرتیرو خپلې څلوارلس میاشتینۍ زده کړې بشپړې کړې او پاتې نورې به په قول اردوګانو کې ترسره کوي، چې له هغه ځایه به د جګړې لیکو ته استول کېږي.

مسوولینو سرتېرو ته لارښوونه وکړه، چې له ژبني او قومي تعصبونو لیرې اوسي او یواځې د افغانستان په اړه فکر وکړي.

Share this page to Telegram

Comments