پولیس: د لندن بريدګر پاکستان کې د ترهګرو مرکز جوړولو

comments 0

13 Views

هندوکش ــ لندن: برتانوي چارواکی وايي د عثمان په نامه هغه سړی چې په لندن کې يې په چاقو دو دوو کسان ووژل، پلان درلود چې په پاکستان کې دترهګرو د روزنې مرکز جوړ کړي. پولیسو پاکستانی نژاده اته ويشت کلن عثمان خان د نومبر په نهه ويشتمه په لندن بريج سيمه کې شوې پېښې وروسته ځای پر ځای وواژه. نوموړي درې کسان زخميان کړي هم دي.
د پوليسو مرستيال کمشنر نيل باسو مطبوعاتو ته په لېږلي بيان کې ويلي چې عثمان په ۲۰۱۲ کال د ترهګرۍ اړونده تورونو نيول شوی وو خو په ۲۰۱۸ کال کې په ضمانت خوشي شو. پوليس په دې اړه نورې پلټنې کوي.
فضل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments