پولیس د جنایي مجرمینو پروړاندې جدي دي/ عبد المنان توحیدیار

comments 0

0 Views

د جنايي جرمونو تر ټولو لوی لامل جګړه، بې کاري او د نشه‌يي توکو کاریدل یادیږي خو وروستیو کې کابل کې زیاتو ځوانانو جنايي جرمونو ته مخه کړې چې ورسره سم د پولیسو په چلند کې هم جدیت راغلی دی.
کابل او ولایتونو کې د جنایي جرمونو ډولونه فرق کوي، خو ټولو مجرمینو خلکو ته یو ډول اندیښنې پیدا کړي او رواني امنیت یې ورته خراب کړی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ د مالوماتو له مخې هره میاشت شاوخوا درې سوه جنایي مجرمین له بیلایبلو حوزو ، د بیلابیلو جرمونو په تور نیول کیږي، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کیږي.
داسې میاشت به نه وي چې کابل امنیه قومنداني درې سوه مجرمین عدلي او قضایي ارګانونو ته نه سپاري، خو بیا هم مجرمین نه ختمیږي، خو د جرمونو په ګراف کې ورسره ټیټوالی راغلی دی.
څومره چې د پولیس برخورد له مجرمینو سره سخت وي، په همغه اندازه ورسره جرمونه هم کمیږي، تېرو کلونو کې جنایي مجرمینو سره ګوزاره کیدله او هغه مجرمین چې د جرم ډول به سپک و، تر نظارت وروسته په ضانت خوشې کیدل، خو دې چلند مجرمین زړه ور کړل او جرمونه یې زیات کړل.
اوس چې کابل او ولایتونو کې د خلکو شکایتونو زیات شوي، ورسره سم پولیسو ته لارښوونه شوې چې له مجرمینو سره چلند سخت کړي او موقع ور نه کړي چې له جرم وروسته هم ازاد وګرځي.
په دې برخه کې له پولیسو سره د خلکو همکاري اړینه ده، هره سیمه کې د سیمې خلکو ته مالومه ده چې څوک جنایي جرمونه کوي، څوک غل دی، څوک قاتل دی او څوک باج اخلي، نو که پولیسو ته په وخت مالومات ورکړی، دا به مرسته وکړي چې د نورو جرمونو مخه ونیسي.
تاسو ګورئ چې کابل او نورو ښارونو کې پراختیا او نفوس زیات شوی، خو د پولیسو او امنیت تشکیلات پکې نه دي زیات شوی، نو همدا لامل دی چې کمه شمېره امنیتي ځواکونه نه شي کولی ټولو پېښو ته رسیدګي وکړي.
د خلکو همکاري یو ضروري امر دی، کله چې د خلکو همکاري له پولیسو سره زیاته وي، په همغه اندازه به جرمونه کم او خلک به ارام وي.
داسې هم نه ده چې ګنې که د یو مجرم په تړاو مالومات ورکړې او تاسو به وپيژندل شئ، نا، ستاسو هویت پټ ساتل کیږي او د مجرم له شرارت خلاصیږئ.
جنایي مجرمین یواځې د بې کارۍ له امله نه دي، بلکې ځینې استخباراتي اړخونه هم لري چې بهرني استخبارات هڅه کوي ښارونو کې وضعیت ګډوډ کړي، ترهګرو ته زمینه برابره کړي چې ښار ته دننه شي، نو زیات جرمونه استخباراتي اړخ لري او له خلکو د ژوند ارام اخلي.
ستاسو همکاري له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امنیت او دفاع برخه کې ضروري ده چې افغان ولس مو ارام او پرته له اندیښنو ژوند وکړي.

Share this page to Telegram

Comments