پولیسو ۱۱۴ کیلو ګرامه چرس ونیول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت پولیسو د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه د څه موده وړاندې غلا شوي موټر سایکلو د غلا په تور نیولي،همدا راز یې د سره رود او روداتو ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۱۴ کیلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي دی .
د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقیوال وایي، پولیسو د سره رود ولسوالۍ درونټې په سیمه کې د پلټنې پرمهال په یو عراده کرولا موټر کې یو اویا کیلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي .
نوموړی زیاتوي ، د شاهرا قطعې پولیسو د روداتو ولسوالۍ غازی امان الله خان ښارګوټي کې د ګزمې پر مهال په یو عراده اشټرنګي ریکشا کې ۴۳ کیلو ګرامه چرس هم کشف او ترلاسه کړي دي .
نوموړي زیاته کړه، تر لاسه شوي چرس په ډیر مهارت سره په یاد موټر کې ځای پرځای شوي وو،چې غوښتل یې د کابل ولایت څخه یې ننګرهارته ولیږدوي،چې په تور یې د اجمل په نوم یو تن هم ونیول شو.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *