پولیسو یو غل له ۱۱۰۰ امریکايي ډالرو سره نیولی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د کابل پولیسو منسوبینو د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس له ۱۱۰۰ امریکايي ډالرو سره یو ځای نیولی دی.
یاد کس خیبر نومېږي او تېره ورځ د نهمې ناحیې په اړوند یکه توت سیمه کې د پیسو د غلا پر مهال نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې مسروقه پیسې بېرته مالک ته یې سپارل شوې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments