پولیسو په څو ولایتونوکي دچاودني مخنیوي کړي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: په هلمند، خوست، پکتیکا او فراه ولایتونو کې له ۱۳ ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
ترهګرو د هلمند د درېیمې حوزې په اړوند سیمو، د کابل – خوست پر عمومي سړک، د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې اوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.
همدا راز فراه کې هم د ګډو افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.
د یادونې ده چې د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
ترهکروطالبانو همیشه د سړک غاړی پرمینونو ملکیانو ته مرک ژوبله اړه ولي ده او زمونږ ګران هیوادوال د دغو مینونو قربانیان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments