پولیسو دوه ورانکاري ونیول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ترهګريزو او تخريبي کړنو تورن دوه تنه له وسلو سره يو ځای نيولي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وويل: د استخباراتو مديريت پوليسو د سره رود ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک سيمه کې د ځانګړي پلان له مخې تيره شپه عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې په ترهګريزو او تخريبي کړنو تورن دوه تنه موټر سايکل سپاره شريف الله او شفيق الله له يو ميل بې اوزه جرمنۍ تفنګچې ، يو ميل چنايي تفنګچې، يوسيټ جي .پي . ايس، درې سيټه مبايلونو، څلور سوه امريکايي ډالر، يو اندازه مرميو او يو عراده موټر سايکل سره يو ځای نيولي .
مشرقيوال زياته کړه نيول شويو تورنو کسانو د دولتي کارمندانو په ترور، هدفي وژنو، اومسلحانه غلاو ترڅنګ له وسله والو مخاليفنو سره هم نږدې اړيکې لرلې، چې په خوګيانو، شيرزادو او سره رود ولسواليو کې يې د دولت ضد کړنې ترسره کولې .
نوموړی وايي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړی.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply