پولیسو ته اجازه نشته چې سفارتونو ته لاړ شي

comments 0

1303 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت هېڅ کارکونکی به له اجازې پرته سفارتونو ته نه ځي.
د دغه وزارت سرپرست امرالله صالح ویلي، هېڅ یو کارکونکی یا پولیس د دغه وزارت مشرتابه او یا استخباراتي څانګو ته له ویلو پرته سفارتونو ته نه شي تللی.
دغه راز کورنیو چارو وزارت له پولیسو غوښتي چې په عمومي مراسمو کې او یا د شخصي چارو تر سره کولو پر مهال باید د پولیسو یونیفورم وا نه غوندي.
د دغه امر له مخې د کورنیو چارو وزارت هېڅ نظامي او غیر نظامي کارکونکی اجازه نه لري، چې د بهرنیو سفارتونو په شپنیو میلمستیاوو، ملي ورځو یا خپلواکۍ جشنونو کې ګډون وکړي.
د پولیسو له هغو ډلګیو چې د سفارتونو ساتنه کوي، غوښتنه ده چې که د وزارت کوم کارکونکی له دې امره سرغړونه کوي، باید په اړه یې وزیر ته مالومات ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments