پولیسو تخار کې ۱۵۰ عرادې موټرو ښیښې سپینې شوې

comments 0

2 Views

هندوکش ــ تخار: د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایې چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په تخار ولایت کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د زورواکو ۱۵۰ عرادې د تورو ښيښو موټر سپین او له تورو فلمونو یې پاک کړي دي.
د دې موټرو ډېری برخه په سیمه ییزو قومندانانو او زورواکو پورې تړاو لري.
د تخار ولایت خلکو د پولیسو له دغه کار خوښي څرګنده کړې او ویلي دي چې که پولیس په خپلو دندو همداسې جدي ووسي نو د خلکو همکاري به ور سره لا زیاته شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments