پوتین: جرمني ته د ګازو صادرولو نللیکې پروګرام په وړاندې هېڅوک هم خنډ نه شي جوړولی

comments 0

597 Views

هندوکش ــ روسیه: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې باید د دې توان ولري چې جرمني ته د ګاز د صادرولو نللیکه، نورد سټورم ۲، چې امریکا بندیز ورباندې لګولي، بشپړه کړي.
ولادیمیر پوتین، پرون د جنورۍ په ۱۱مه، په مسکو کې خبري غونډې ته چې د جرمني صدراعظمه، انګېلا مېرکل هم په کې وه، وویل چې روسیه به له بهرنۍ مرستې پرته دا پروژه بشپړه کړي.
خو دا پروژه چې باید په ۲۰۲۰ میلادي کال کې فعاله شوې وای څو میاشتې له ځنډ سره مخ شوه.
ولادیمیرپوتین وویل، هیله لري چې د دې کال په وروستیو میاشتو یا د راتلونکي کال په پېل کې به د نللیکې کار بشپړ شي او فعالیت به پیل کړي.
په دې ډول به، د روسيې طبیعي ګاز د ۱۲۳۰ کلیومتره نللیکې له لارې د جرمني شمال ته رسېږي.
د امریکا متحدو ایالاتو ویلي چې دا پروژه په اروپا کې د انرژي امنیت ته ګواښ او په اوکراین کې د مسکو نفوذ زیاتولای شي.
خو د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې دا د امریکا له دریځ سره موافقه نه ده او د نورد سټورم ۲ نللیکه باید بشپړه شي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments