په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان شو

comments 0

301 Views

هندوکش: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد په کچه په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان کړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د معلوماتو له‌مخې په یادو مرکزونو کې د ګډونکو شمېر «یو میلیون ۵۱زره ۹۹۸ تنو ته رسېږي».
دغه کمېسیون د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۹مه« تلې پر۷مه» په خپل ویب سایټ کې ویلي، چې دغه تخمیني معلومات یې د ولایتي ریاستونو، د محلونو او مرکزونو له مسؤلینو څخه د ټلیفون له لارې تر لاسه کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې دوی ۴۹۰۵ مرکزونو ته مواد انتقال شوي و، چې ټاکل شوې د پاتې ۲۳۰۸مرکزونو پایلې هم ژر اعلان شي.
افغان ولسمشریزې پرون شنبه تره سره شوې، چې د راپورونو له‌مخې نسبت نورو ټاکنو ته د خلکو ونډه پکې کمرنګه وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته خلکو پخپل پیغام کې د یادو ټاکنو د تر سره کېدو مبارکي ورکړه.
تېره ورځ په ولسمشریزو ټاکنو کې تېره ورځ د ۱۳ نوماندانو ترمنځ سیالي وشول.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایاودون له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې د افغان ولسمشریزو ټاکنو پر تر سره کېدو خوښي څرګنده کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments