په ۲۴ ساعتونوکي ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

comments 0

139 Views

هندوکش ــ کابل: پر غزه د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
سره له دې چې نړیوالو پر اسراییلو او فلسطین په سیمه کې د زغم غږ کړی دی خو دواړو لورو پر یو بل بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
اسراییل وایي چې له غزې پر دوی تر ۲۰۰ پورې توغندي توغېدلي دي خو ډېری یې دفع شوي.
د اسراییلو په تازه بریدونو کې تر دې دمه ۲۶ فلسطینیان وژل شوي خو د اسراییلو خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د فلسطین او اسراییلو ترمنځ نښتو وروسته له هغه زور واخیست چې اسراییلو د فلسطین د یوې جهادي ډلې مشر وواژه.
د بشری حقونوټولنه پردواړو غاړو غږ کړی چی ژر ترژره دی اوربند ته غاړه کیږدی او دملکیانو د وژنی دی لاس واخلی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments