په ۲۱۵ میوند قول اردو کې دخپلواکۍ سلمه کیزه ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – 215 میوندل قول اردو کې د خپلواکۍ ۱۰۰ مي کلیزي نمانځلو مراسیمو کې د افغان پوځ له لوري بیلابیل نظامي نمایشات وړاندي شول، او د وطن او خلکو ساتلو لپاره یې خپل قوي تعهد یو ځل بیا تازه کړ.
په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ په جوړو شویو مراسیمو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان، د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ذبیح الله مهمند ، د هلمند ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان ، ګڼ شمېر افغان سرتیرو ، قومي مشرانو او عامو ولسونو ګډون کړی وو.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو په ویاړ دې جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل: د افغانستان ولسونو ، د شاه غازي امان الله خان په هڅو او قربانیو خپله خپلواکي تر لاسه کړه او هیڅ دښمن ته يې په خپله پاکه خاوره کې د لاسوهني وخت ورنکړ.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ددې خاوري د ساتني او ملي حاکمیت لپاره اوس هم ولسونه قربانۍ ته چمتو دي چي د هغوی دا قربانۍ به هیڅکله هېري نه شي او تل به يې ستاینه کیږي.
جنرال یاسین خان د افغان پوځ ټول سرتیري اتلان وبلل، د هغوی قربانۍ یې د ولسونو او هیواد د ساتنې په برخه کې وستایلې
همدارنګه د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ذبیح الله مهمند وویل ټول افغان ځواکونه د خپلي خاوري د ساتلو لپاره قربانۍ ته چمتو دي تل به خپله خپلواکي ساتي او هر دښمن ته به غاښ ماتوونکی جواب ورکوي.
نوموړي وویل هغه کسان چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې ناوړه کړنې ترسره کوي د افغان پوځ له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي، او د حساب ورکونې لپاره به یې د خدای تعال ستر دربار ته ور ولیږي.
په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزي په ویاړ جوړو شوو مراسمو کې د ملي اردو سرتیرو له لوري ملي او حماسي ترانې او د خپلواکۍ شعرونه زمزمه کړل، ددې ترڅنګ د نظامي پریټ پرمهال ګڼ شمېر نظامي وسایط ، سپکي او درنې وسلې ، الوتکي ، د افغان ځواکونو تخنیکي او مسلکي مهارتونه او د بېلابیلو برخو ځانګړې لاسته راوړني نندارې ته وړاندي شوې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments