په یمن کې د القاعده ترهګرې ډلې شپږ مهم غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – یمن: د القاعده شبکې شپږ غړي پرون په یمن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
عراقي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده. دوی ویلي، د القاعده دوه سیمه ییز مشران او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره امریکایي پوځیان په دوامداره توګه په ډرون بریدونو سره په یمن کې د القاعده شبکې وسله وال په نښه کوي.
القاعده شبکې په یمن کې د حوثیانو او حکومت تر منځ له جګړې نه د ځان په ګټه کار اخیستی او لا یې خپلې لیکې پیاوړې کړې دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments