په کویټه کې دطالبانو یو مهم قوماندان مولوي نادر ووژل شو

comments 0

34 Views

هندوکش _ کویته: یوې معتبرې سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې په کویټه کې دطالبانو یو مهم قوماندان مولوي نادر دطالبانو خپلمنځي اختلافاتو له امله په مرموز ډول وژل شوی دی. نوموړي دکويټي ښار په چمن سیمه کې ژوند کاوه او دطالبانو مذاکراتي مشر شیخ عبدالحکیم سره یې ژور اختلافات درلودل. دیادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې دطالبانو په سیاسي دفتر کې د وسلوالو طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات اوج ته رسیدلي او د دوي په سیاسي دفتر کې تغیرات د دی ښودنه کوي،چې د وي دجګړې لپاره په یوه خوله خو دسولې لپاره یې نظر یو نه دی.
دادن وزیری

Share this page to Telegram

Comments