په کوټه کې پر مدرسې تر برید وروسته آی آېس آی درې طالب مشران له ځان سره بیولي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کوېټه: هندوکش پرېس ته باوري سرچینو تائید کړې چې په کوټه کې پر یوه مدرسه له برید وروسته آی آېس آی د طالبانو درې مشران له ځان سره بیولي دي، د سرچینې په وینا دغو کسانو د طالبانو د سیاسي ډلې سره مخالفت درلود او پدې هڅه کې و، چې څنګه د امریکایانو سره پر اوربند کې خپلې ګټې خوندي کړي.
سرچینه زیاتوي: (د درې کسيزې کميټې کسان تر چاودنې وروسته آی اس ای نامعلوم لوري ته وړي دي چې ددې نامعلوم لوري ته وړلو لامل یې دا دی چې د ملابرادر په شان ترې پوخ ضامن واخیستل شي چې د پاکستان ګټې به په اوربند، سوله او هوکړه کې لومړيتوب لري.)
دغه سرچینې هندوکش ته ویلي چې په کوټه د دوی په یو غونډه چاودنه په همدې موخه وشوه، چې دغه طالب مشرانو ته اخطار وکړي چې د پاکستان د ګټو په نظر کې نه نیولو سره به د مشکلاتو سره مخ شئ: ( په مدرسه کې د دوی په غوڼده چاودنې سره آی آس ای دوی ته دا پيغام ورساوو چې د خپلو ګټو په لړ کې باید د دوی ګټې هم خوندي شي او که چیرته داسې ونکړي شونې ده له خطرناکې پايلې سره مخ شي. )
د سیاسي چارو کارپوه چې له ډېر وخته د طالب ډلې په اړه له رسنیو سره تبصرې کوي وایې چې: (د طالبانو پروژه ختمه ده، آی اس ای کلونه غواړي چې طالبان که سوله او اوربند کوي باید د دوی ګټې تظمین کړي، خو دا کار همدا اوس د قطر دفتر او د کوټې نوې کميټه بیا هم نيمګړې ده ځکه په زاهدان کې پروت له ایران څخه امر اخیستونکی صدرابراهیم راضي نه دی او شونې ده طالبانو ته د اوربند او له اوربند وروسته بل سرخوږی هم پيدا کړي.)
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو امریکایانو ته د لس ورځني اوربند هوکړه سپارلې چې له مخې به يي لس ورځې اوربند کيږي او د هوکړې پر نورو مواردو به هوکړه کيږي خو تر دې مخکې طالبانو ويل چې دوی به کله هم اوربند ونکړي او له امریکا سره به ټول بحث له افغانستان څخه د دوی پر وتلو وي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments