په کونړ کې ولي ملي وګړي تلف شول« مستند راپور»

comments 0

1688 Views

هندوکش ـ اسعدآباد: په کونړ کې د شلطن په دره کې د طالبانو له لوري د القاعدې، ازبکستان د اسلامي تحريک، پاکستاني صفای صحابه او لشکر طيبه د مهمو مشرانو تر منځ ناسته وروسته تر هغه بمبارد شوه چې دوی تسلیم نشول.
د تيرې اونۍ په شوي هوايي برید کې د طالبانو او القاعدې مهم غړي وژل شوي دي.
په کونړ کې يوې باوري سرچينې هندوکش ته وويل:« په دې ناسته کې اميرمعاويه،غزنوي،غازي او څلور تنه بهرني وګړي او ۳۸ طالب او د القاعدې ترهګر، د پيښې په ځای کې څلور پاکستانيان او يو ازبکستانی چې د ازبکستان د اسلامي حرکت غړی هم وو حضور لاره.»
دوی زیاتوي:« نښته وروسته تر هغه پيل شوه چې طالبانو پر افغان سرتیرو لومړۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې او وروسته د کلي په منځنۍ برخه کې د افغان سرتیرو د محاصرې پر لومړي کمربند څلور ځانمرګي بریدونه وشول.»
د دوی په خبره چې کله هم ترهګرو ته په لوډسپيکر کې د تسلميدا وويل شول دوی ددې لپاره چې راغلي پاکستانيان، عربان او ازبکستانيان له دې سیمې وباسي ټول تمرکز يي پر غرنۍ سیمه کړ خو د درې په سر لا وار د مخه کمانډويان ډيسانټ شوي وو او د نيښتې لارې تړل شوې وې.
کلیوال وايي:« طالبانو په تیرو لسو ورځو کې په شلطن دره کې شل تنه په دې پلمه چې جاسوسان دي شهيدان کړي وو همدا ډار وو چې خلکو د دوی په اړه هيڅ هم نه شوی ويلی بلکه چوپ پاتې وو چې همدې چوپتيا د وير پر ټغر کينول.
دوی وايي:« طالبانو هر لوري ته خورې ورې ډزې کړې، د دوی ډير راکټونه پر کورونو ولګيدل، په دریو کورونو کې يي بوشکه اي ماينونه وچاوديدل چې زموږ یو شمېر هیوادوال پکې شهيدان شول.»
د کلي اوسیدونکي وايي:« هوايي بریديوازې د غوندې پرځای وشو چې پنځه تنه ملکي وګړي د پيښې سره نيږدې شهيدان شول خو وروسته چې کلیوال وارخطا شول ډيری خلک د شا له لوري لګيدلي دي او په شاتنۍ يا د کلي په منځ کې طالبان وو.»
په ويديو کې تاسو د هیواد په يوه بله څنډه کې د کلي له منځه پر افغان سرتیرو د طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې کتلی شئ.

Share this page to Telegram

Comments