په کونړ کې د پاکستاني طالبانو لشکر طیبه درې تنه ووژل شول

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کونړ: د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د کونړ ولایت آسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هدفمند عملیات ترسره کړي دي.
امنیتي سرچینې وايي، د ملي امنیت ځواکونو په دې عملیاتو کې د لشکر طیبه درې غړي وژل شوي، دوه ټپیان دي او یو بل د جګړې په ډګر کې ژوندی نیول شوی دی.
د سرچینې په خبره، دې عملیاتو کې د ملي امنیت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د مالوماتو له مخې، عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments