په کونړ کې د وسلوالو طالبانو سره د لاس لرلو او قاچاق په تور ۸ تنه ونیول شول

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کونړ: د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت رياست منسوبينو په دې ولايت کې له وسلوالو ډلو سره د اړيکو، ماينونو، چاودېدونکو او نشه ‌يي توکو د لېږد په تور ۸ تنه نيولي دي.
د چارواکو په خبره له يادو کسانو سره يو ځای ۹۲ حلقې مایونونه، ۱۴۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د ماینونو د چاودنې ۲ دستګاوې او ۱۰۰۰ دانې ټابلیټ‌کا نیول شوي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید په دې اړه ويلي چې دا توکي او کسان د کشفي مالوماتو په اساس د ملي امنيت ځواکونو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
نوموړي ټينګار کړی چې له ورته افراد سره هېڅ ډول مراعت نه کېږي او زياتوي، په کونړ کې ټولو امنيتي ارګانونو ته امر شوی چې د دې ډول اشخاصو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
په کونړ کې دا کسان داسې مهال نيول کېږي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت ځيني برخې هم ناامنه شوي دي.
خو په دې ولايت امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د هر ډول امنيتي تهديد پر وړاندې جدي عبرګون او اقدام ته چمتوو دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments