په کونړ کې د داعش مهم قومندان وژل شوی دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کنړ: د کونړ لپاره د داعش وسله والې ډلې مهم قومندان په يو هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د هوايي ځواکونو له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد برید د پنجشنبې په شپه په چپه دره ولسوالۍ کې شوی دی.
په برید کې د کونړ لپاره د داعش امیر عبدالرحمن له دریو تنو نورو سره ځای پر ځای وژل شوي دي.
د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د عبدالرحمن وژل کيدل تاييد کړي دي.
د غوڅ ماموريت قومندان جان نيکولسن ویلي دي چې د عبدالرحمن وژل کيدل داعش ته ستره ماتې ده.
ياده دې وي چې له تیرو څو مياشتو را هيستې په ختيځ کې د داعش ډيری ريښې وچې شوي دي او ډير کسان يي له منځه تلي دي.
تر دې مخکې ويل کيدل چې دا ډله په کونړ کې جلب او جذب کوي خو اوس اوس راپورونه وايي چې په کونړ کې هم پر داعشيانو ځمکه سره شوې.

فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply