په کونړ کې داعشي وسله والې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

41 Views

هندوکش – کونړ: د افغان امنیتي ځواکونو په ګدو عملیاتو کې د کونړ ولایت په خاص کونړ کې د دولت مخالفې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ ولایت سیمه ایزو چارواکو په وینا، یاد عملیات چې د افغان ملي پوځ، پولیسو او ملي امنيت ځواکونو لخوا سیلاب دوه تر نوم لاندې په لاره اچول شوي اکثرا وژل شوي کسان دداعش تکفیري ډلې غړي دي.
امنیتي چارواکې زیاتوي، یادو عملیاتو کې دداعش ترهګری ډلې څلو غړي وژل شوي او یو بل ټپي دې.
په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش ترهګړې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments