په کونړ ولایت کې د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کونړ: په کونړ ولایت کې سلګونو میرمنو،مدني فعالانو،ځايي چارواکو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره کړه.
د غونډې ګډونوالو د جمهوریت د ملاتړ سربیره د جګړې له ښکیلو طرفونو څخه غوښتنه کړې، چې تاوتریخوالي پای ته ورسوئ او سولې ته غاړه کېږدئ.
په غونډه کې دیني عالمانو په طالبانو غږ وکړ، چې تاسو نه شئ کولای د جګړې او زور له لارې په افغانانو حکومت وکړئ.
دوی همدا راز په هېواد کې له دیني عالمانو او هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د سولې په راوستو کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي .
په یاده غونډه کې د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، د نظام د اساساتو ننګه کوي او د خپل سرونشت په ټاکلو کې هیڅ بیرونۍ دسیسې نه مني.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments