په کندهار کې ۴ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

41 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار د پولیسو قومنداني وايي، وسلوالو طالبانو په یاد ولایت کې د سیمه ‌ایزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابي بریدونو کې یې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د کندهار د پولیسو قومنداني نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې برید د شاولیکوټ ولسوالۍ په مانو سیمه کې شوی.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې برید کې د طالب جنګیالیو پنځه موټرسایکلونه هم له منځه تللي.
خبرپاڼه زیاتوې، چې د اندرانو په سیمه کې د طالبانو څلور حلقې ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو طالبان امنیتي ځواکونو ته د زیان په موخه پر واټونو ماینونه خښول زیات کړي؛ خو زیات وخت یې زیان ملکي وګړو ته رسېږي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments