په کندهار کې یو ځانمرګی برید ګر وژل شوی او دوه تنه وسله وال نیول شوي دي

comments 0

6 Views

هندوکش – کندهار: دکندهار امنیتي چارواکي وایي یو ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوي او له منځه ی وړي دي، دکندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وايي چې نوموړې پیښه دکندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې،هغه زیاته کړه چې پولیسو هغه مهال دغه ځانمرګي په نښه کړ، چې دپولیسو حوزو ته یې دننوتلو هڅه یې کوله، ښاغلي بارکزي وویل چې دځانمرګي بریدګر دچاودنې له امله یو ماشوم ټپي شوي، خو نور چا ته په کې زیان نه دي اوښتي.
دغه راز ښاغلي بارکزي زیاتوي چې پولیسو دکندهار ولایت په اتمه حوزه کې دوه تنه وسلوال نیولي دي، له نوموړو کسانو سره یو شمیر وسلې اومهمات هم نیول شوي دي، دکندهار پولیس وايي دخلکو په همکارۍ په دې توانیدلي چې ډیرو پیښو مخه ونیسي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments