په کندهار کې ولسونو د سولې او او ربند غوښتنه وکړه

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې دسولې ملي حرکت غړو په یوه غونډه کې داوربند غوښتنه وکړه.
دغونډې ګډونوالو له وسلوالو طالبانو او دجګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې نور دې ولسي وګړي نه وژني او دملکي وګړو وژنې ته دې دپاي ټکي کیښودل شي.
په یاده غونډه کې هغوماشومانو هم ګډون کړی وو، چې پلرونو او دکورنۍ نور غړي ېې په یاده جګړه کې له لاسه ورکړي وو.
دغوندې ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ، چې دسولې خبرو ته دې غاړه کیږدي ترڅو په هېواد کې یو تل پاتې او دایمي اوربند شاهدان واوسو.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments