په کندهار کې هوایي بریدونو له امله 17 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: په کندهار کې امنیتي ځواکونه وایي چې د افغان او غوڅ ملاتړ په ګده عملیاتو کې د دولت ضد وسله والې ډلې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، عملیات د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې شوي چې د وژل شویو وسله والو ترڅنګ یو لوې مرکز هم له منځه وړل شوې دې.
کندهار کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راپدېخوا یې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو ګډو امنیتي قواوو عملیات پیل کړي و چې تېره شپه پای ته ورسېدل.
تر عملیاتو وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخینوي په هدف امنیتي پوستې ځای پر ځای شوي دي.
میوند د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه بلل کېږي چې د چارواکو په وینا د هلمند له شمالي ولسوالیو سنګین او موسی کلا سره د طالبانو د تګ راتګ لارې ورڅخه تېرې شوي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments