په کندهار کې میرمنو د دايمي اوربند غوښتنه کړې

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کندهار: د کندهارولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې میرمنو دیوې غونډې په ترڅ کې په ټول هېوادکې دتل پاتې اودایمي اوربند غوښتنه وکړه.
په دې میرمنو کې دهغه کسانو میرمنې هم شاملې وې،چې په جګړه کې یې دکورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو.
یادو میرمنو له طالب وسلوالو وغوښتل،چې جګړه نور بس کړې او دسولې له پروسې سره یوځای شئ.
دمیرمنو له ډلې یو تن ګډون کوونکې په خپلو خبرو کې وایي،په روانه جګړه کې مې دکورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي او اوس له ستونزو سره لاس او ګریوان یم.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments