په کندهار کې قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي دي

comments 0

178 Views

هندوکش – کندهار: د کابل او هرات ولایتونوله هوایي ډګرونو څخه هغه دوه قاچاق وړونکي نیول شوي، چې غوښتل یې تر ۶ کیلو ګرامه زیات مخدره توکې بهر ته قاچاق کړي.
د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د سرحدي پولیسوله لوري د کابل او هرات ولایتونو له هوایي ډګرونو څخه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سرحدي پولیسو ځواکونو له نیولو شویو کسانو څخه شپږ کیلو او درې سوه شپږ اتیا ګرامه هیروئین کشف او ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، نیول شوي کسان مخده توکې په ماهرانه توګه د انارو په منځ کې ځای پر ځای کړی و، او غوښتل یې له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شول.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments