په کندهار کې سیلابونو تر شلو زیات وژلي دي

comments 0

27 Views

هندوکش – کندهار: کندهار والي حيات الله حيات وايي د وروستيو ورښتونو او سیلابونو له امله د دغه ولايت٢٥ تنه مړه او ٥٠تنه ټپيان شوي، ٧٠٠٠جريبه زراعتي ځمکه ،۴٨٨٣کورونه ړنگ او یا هم تخريب شوي ،ښوونځي ، جوماتونه،زراعتي برمې او کاريزونو ته ډير زيان رسیدلې.
د کندهار والي ويل وروستيو پیښو ته په کتو جمهور ريس محمد اشرف غني تېر ماښام د ويديو کنفرانس له لارې ور ته هدایت ورکړې چې د مرکز څخه دکندهار متضرره کورنيو سره د عا جلو مرستو تر رسیدو دی د ولایتي شتو امکاناتو او ظرفيتونو نه په پوره اندازه استفاده وشي.
ښاغلي حیات زیاته کړه مصیبت ځپلو او بی ځایه شویو کورنیو لپاره يې مرستې په دوو بيړنۍ او اساسي برخو ويشلي دي.
هغه د خبرو پر مهال د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هم ستاينه وکړل،چي د سيلاب ځپلو سره يې اړيني او پر وخت مرستي کړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply