په کندهار کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان نيول شوي دي

comments 0

44 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پوليسو د یوه قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۵ کسيزه ډله نیولې.
دی وايي، دغه وسله والو طالبانو په کندهار ښار او ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه تر سره کول چې د کشفي راپورونو پر اساس ونیول شول.
بارکزی وایي، په نیول شویو کسانو کې یو تن طالب قوماندان او یو تن د طالبانو د جلب او جذب غړی هم شامل دي.
نیول شوي کسان هم پر خپلو کړنو اعتراف کوي او وایي، چې په ښار او ولسوالیو کې ترهګریز او تخریبي فعالیتونه تر سره کول.
د طالبانو د اووه کسیزي ډلې قوماندان یحيي وايي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یې د دولت پر ضد وسله وال فعالیت کاوه.
بل خوا په نیول شویو کسانو کې ځيني تنکي ځوانان هم شته چې وايي، د طالبانو له خوا تېرایستل شوي او بیا یې ترهګریز فعالیت پيل کړی.
یو تن نیول شوی تنکی ځوان وايي، د طالبانو له خوا هلمند ته بیول شوی او وروسته يې وسله وال فعالیت پيل کړی دی.
دغه کسان په داسي حال کې نیول شوي چې د کندهار امنیتي مسولینو نن د دغه ولایت په دوو ولسوالویو کې د ۲۷ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments