په کندهار کې د ملکي خلکو پر موټړ چاودنه هلمندیانو وغنده

comments 0

1 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت اوسیدونکي او دیني عالمان د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر د وسله والو طالبانو د سړک غاړي ماین چاودنې په کلکو ټکو غندنه کوي، او دا یو غیري اسلامي او غیري انساني عمل ګڼي.
د هلمند ولایت دیني عالمان وايي په جګړې او هر ډول حالاتو کې اسلام د بې ګناه ولسي وګړو ، ښځو او ماشومانو پر خوندیتوب ټینګار کړیدی، او هر څوک چې د خدای ج دې امر ته غاړه نه ایږدي د اسلام دښمن ګڼل کیږي.
دیني عالمان د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړي ماین چاودنه کې د ولسي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندي او دا ډول اعمال د اسلام خلاف او ناروا ګڼي.
ددوی په وینا وسله وال طالبان دي نور له داسي کړنو لاس واخلي چې د اسلام ، بشري قوانینو او انسانیت خلاف وي،ځکه اسلام مبارک دین هیڅ انسان ته د زیان رسولو طرفداري نده کړې.
د یني عالمان همدارنګه د وسله والو طالبانو له لوري په عامه لارو کې د ماینونو ایښودلو او د ملکي وګړو له کورنو د سپر په توګه کارولو سخته غندنه کوي.
د هلمند دیني عالمان له ټولو افغانانو غوښتنه کوي چې په امنیتي چارو کې له افغان ځواکونو سره همکاري زیاته کړي، ترڅو ټولنه د طالبانو له وحشیانه بریدونو څخه په امن کې واوسي.
د هلمند ولایت اوسیدونکي هم د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو د ماین چادونې په کلکه غندنه کوي چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۳ تنه نور ژوبل شول.
ددوی په وینا طالبانو تل داسي کړنې ترسره کړیدي چې زیان یې ولسي وګړو ته اوړي.
د ولسي وګړو په وینا چې طالبان دي نور د پردیو ګټو لپاره خپل بې ګناه افغانان وروڼه نه وژني، جګړه او تاوتریخوالی دي ودروي او د سولې لار دي خپله کړي.
د هلمند اوسیدونکي له ټولو افغانان غواړي ترڅو د طالبانو د ناروا کړنو پر وړاندي ودریږي او اجازه ورنکړي چې ولس وژنه نوره هم دوام پيدا کړي.
د هلمند ولایت دیني عالمان او ولسي وګړي پداسي حال کې په کندهار ولایت کې د طالبانو د ماین چاودنې له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله په سختو ټکو غندي او یو ناروا عمل یې ګڼي، چې ډیری وخت د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments