په کندهار کي ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۱۸ ټپیان شوي دي

comments 0

2646 Views

هندوکش – کندهار: نړيوال ځواکونه وایي تېره شپه يې د کندهار په ښورابک کې د هوائي بريد پر مهال ۲۷ وسله وال وژلي دي .
په جنوب کې د نړیوالو ځواکونو ویاند جوزیف پېټون وایي، چې بريد يې د افغان ځواکونو په غوښتنه ترسره کړی، چې له امله یې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي د نړيوالو ځواکونو بريد کې د وسله والو يو شمېر وسلې او نقليه وسایط هم له منځه وړل شوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments