په کندهار کي د ترهګریزي پیښي مخه ونیول سوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار:د دوشنبې په ورځ د کندهار ملي امنیت ریاست د خپلو کشفي معلوماتو له مخي د امنیه قومندانۍ د موټرسایکلانو په تمځاي کي درول سوي موټرسایکل بم، چي ترهګرو غوښتل په ذریعه یې خونړي پیښه رامینځته کړي، کشف کړ او د یوي خونړي پیښي مخه یې ونیول.
د ملي امنیت ریاست منسوبینو د یاد موټرسایکل بم تر کشف وروسته د اینجینرۍ ټیم په مرسته خنثی کړ او یاد پارکینګ په عادی ډول د مراجعینو پر مخ پرانیستل سو.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments