په کندهار ولایت کې ۵ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانود ژیړۍ او دڼد ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او په پایله کې ۵ تنه وسلوال طالبان وژ شوي او ۲تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د ۵تنو طالبانو په وژل کیدو او ۲تنو په ټپي کیدو سربیره ګن شمیروسلې او مهمات د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments