په کندهار ولایت کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

41 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصربارکزی وايي، چې تیره ورځ د کندهارولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ په یارداد سیمه کې د طالبانو یو موټر په یوه ماین وربرابراو چاودنه یې پرې کړې، چې په پایله کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې دا د طالب وسلوالو هغه ډله وه، چې د کندهار ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې یې ماینونه ځای پرځای کول او بې ګناه انسانان یې ووژل .
وسلوالو طالبانو دیادې پیښې په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments