په کندهار ولایت کې میرمنو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

1256 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار ولایت کې سلګونو میرمنو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې روانه جګړه وغندله او د جګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي له طالب وسلوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې له جګړې لاس واخلې او د سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړئ.
دوی همدا راز په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم څخه غوښتنه کړې، چې د میرمنو حقونه او پرمختګ دې له پامه نه غورځوي.
دوي وايي، که سوله راشي مونږ او تاسو به د یوه پرمختللي او ازاد افغانستان څښتنان شو.
یادې میرمنې زیاتوي، چې په روانه جګړې کې یې اولادونه، خپلوان او دکورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي او نور نه غوړاو،چې د دې پردۍ جګړې قربانیان شو.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments