په کندهار ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکي سوله او اوربند غواړي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت دپوهنې چارواکي وايي، چې دیاد ولایت په ګڼ شمیرښوونځیو کې زده کوونکي د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
یاد زده کوونکي د جګړې په ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول په طالبانو غږ کړي، چې نور په هېواد کې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلئ او جګړې ته د پای ټکی کېږدئ.
دوی زیاتوي سوله د هر افغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې اړخونه د ولسونو هیلو او غوښتنو ته درناوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په مخلتفو ولایتونو کې د سولې او اوربند د ملاتړ په تړاو غونډې ترسره کیږي او په یوه غږ سره د سولې غوښتنه کوي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments